Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

ناټو د افغانانو په مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وښود

0
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وښود.


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، په افغانستان کې وضعیت ستونزمن دی.


هغه زیاته کړه، په تېرو څو میاشتو کې افغانستان د بریدونو شاهد وو، خو دی وایي په افغانستان کې پاتې کېږي څو دغه هېواد یو ځل بیا د نړیوالو تروریستانو لپاره په یوه امن پناه ځای بدل نه شي.


په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم ګډون کړی دی.


دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې هڅې ډېرې شوي دي، خو طالبانو په پرله‌پسې ډول له افغان حکومت سره د سولي مخامخ خبرې رد کړي دي.


ناټو اوس مهال په افغانستان کې تر ۱۶ زرو ډېر پوځيان لري چې تر ډېره د افغان ځواکونو په روزنې او سلامشورو بوخت دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса