Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د کندز په امام صاحب کې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سړک جوړېږي

0
د کندز سیمه‌ییز چارواکي د امام صاحب ولسوالۍ د ښار د ۱۲ کیلومتره سړک جوړولو د چارو د پیلېدو خبر ورکوي چې څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.


د کندز د فواید عامې ریاست رئیس محمد رحیم رحمتي په دې اړه ازادي راډیو وویل:


"د امام صاحب ولسوالۍ د ښار د سړک ساختماني کار رسماً پیل شوی او په ۱۸ میاشتو کې به په اساسي ډول ګټې اخېستنې ته وسپارل شي او له کبله به یې د خلکو همیشنۍ ستونزې هواري شي."


بل خوا د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي د دغې لویي پروژې د کار پیلېدو له کبله خوښي څرګندوي او زیاتوي چې د امنیت په ټینګښت کې او دغه راز د ورانکارو ډلو د شومو کړنو په مخنیوي کې له افغان ځواکونو سره همکاري کوي، څو په سیمه کې امنیت تأمین شي او خلک د ژوند له اساسي سهولتونو څخه برخمن شي.


د امام صاحب ولسوال بیا وايي چې په نېږدې ورځو کې به په دغې ولسوالۍ کې د درې نورو لویو پروژو کار پیل شي، لکه:



د شاهروان د اوبو د سربند جوړول. د ترکمن کانال او د قیام د اوبو د کانالونو جوړول په کې شامل دي او پلي کولو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمېنه هم برابره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса