Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د سټولټنبرګ سپارښتنه: د افغانستان انتخاباتي سیسټم باید اصلاح شي

0
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست بریالي انتخابات به‌ دې هېواد ته د سولې او ثبات پر لور په حرکت کې لار هواره کړي.


سټولټنبرګ سپارښتنه کړې چې د افغانستان انتخاباتي سیسټم باید اصلاح شي څو شفافو ټاکنو ته زمینه برابره شي.


هغه پرون چهارشنبې د ډسمبر ۵مه، په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل، طالبان باید وپوهېږي چې د جګړې دوام یوازې د خلکو کړاو زیاتوي او هېڅ بله ګټه نه لري.


سټولټنبرګ پر طالبانو غږ وکړ چې د مذاکرو لپاره تیار شي.


د ناټو عمومي منشي له افغانستان سره د ناټو د غړو د همکارۍ او مرستې پر دوام ټینګار وکړ.


هغه وویل چې د افغانستان ثبات او سوله یوازې د افغانانو نه بلکه د دوی لپاره هم په ګټه دي. 


هغه نیکولاس کې په افغانستان کې د ناټو تړون د نوي ملکي استازي په توګه معرفي کړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса