Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

«CNN»: امریکا پلان لري چې یوه جنګي بېړۍ تور سمندرګي ته واستوي

0
د امریکا «سي اېن اېن» ټلوېزیون خبر ورکړی چې متحد ایالات پلان لري چې یوه جنګي بېړۍ تور سمندرګي ته ور واستوي.


دا حرکت په داسې وخت کې کېږي چې د اوکراین او روسیې سیاسي کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.


«سي اېن اېن» پرون چهارشنبه خبر ورکړ چې د امریکا پوځي چارواکو د بهرنیو چارو له وزارته غوښتنه کړې چې ترکیې ته په باسفورس او داردانېلس کې چې مدیترانه له تورې بحیرې سره نښلوي، د امریکا د یوې پوځي بېړۍ د تېرېدو له امکانه خبر ورکړي.


د اوبو دا لارې په استانبول کې تیرېږي.


په دې اړه د «سي اېن اېن» په رپوټ کې د پټو سرچینو په حواله معلومات ورکړل شوي دي.


ښکاره رسمي سرچینو په دې اړه خبرې نه دي کړې. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса