Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د انتخاباتو کمېسیون د شکایتونو د کمېسون پرېکړه رد کړه

0
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نن په کابل کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د شکایتونو د کمېسون پرېکړه رد کړه.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل چې دا پرېکړه سیاسي او غیر قانوني ده او د احساساتو له مخې شوې ده. 


د دې کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد وویل چې له دوی سره هېڅ مشوره نه‌ده شوې او یوازې د دوی اداره د داسې پرېکړو صلاحیت لري.


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون نن د پنجشنبې په ورځ د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو ټولې رأیې باطلې اعلان کړې. 


د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني خبریالانو ته وویل چې پرېکړه یې د قانون د موادو له مخې کړې او یو عمده دلیل یې د کابل په انتخاباتو کې د درغلۍ رپوټونه وو. 


د اکټوبر په ۲۰مه د افغانستان به ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات وشول.


د تخنیکي ستونزو له امله، په ۴۰۰ حوزو کې د اکټوبر په ۲۱مه هم انتخاباتو دوام وکړ.


په کندهار کې ټاکنې تر اصلي نېټې یوه اوونۍ وروسته وشوې او کمېسیون ټاکلې چې په پسرلي کې د غزني انتخابات هم وشي. 


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه په ۲۰ ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلام کړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса