Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د «م.م» په عمومي اسامبلۍ کې د امریکا یوه هڅه بریالۍ نه شوه

0
د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د امریکا د متحدو ایالتونو هغه هڅه بریالۍ نه شوه چې غوښتل یې پر اسرائیلو له غزې څخه د حماس د توغندیو د بریدو د غندنې یو پریکړه لیک په دې اسامبلۍ کې تصویب کړي.


په‌دې اړه د پنجشنبې په ورځ د امریکا له خوا وړاندیز شوې پریکړه لیک ۸۷ موافقې او ۵۸ مخالفې رأیې تر لاسه کړې. خو دا هېواد ونه توانېده چې دوه په درې برخې د تأیید رأیې چې د دې پریکړه لیک د تصویب لپاره ضرور وې تر لاسه کړي. ۳۲ هېوادونو په دې اړه له رأيې ورکولو ډډه وکړه.


که دا پریکړه لیک تصویب شوی وی، د ملګرو ملتونو د عمومې اسامبلۍ لومړنۍ پریکړه لیک به و چې حماس غندي.


په دې اړه د رأیو تر ورکولو مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې دا پریکړه لیک د منځني خیتځ لپاره یو مهم ګام بللی و او د عمومې اسامبلۍ له غړیو یې غوښتي و چې دا متن تصویب کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса