Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

امریکا هدر ناوئرټ په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه نوموي

0
د امریکا ولسمشر د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویانده هدر ناوئرټ په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه نوموي.


امریکايي رسنیو په دې اړه راپورونه خپاره کړي او ویلې یې دي چې ولسمشر ټرمپ ښايي نن پر خپل ټویټر د نوموړي نومول رسماً اعلان کړي.


هدر ناوئرټ به چې د «سي. اېن.اېن» او فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکو د یوې مخکښې خبریالې په توګه یې هم کار کړی، په ملګرو ملتونو کې د نیکې هیلې ځای ونیسي.


نیکې هیلې د اکټوبر په میاشت کې اعلان کړی و چې د روان میلادي کال په پای کې به په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه له خپلې دندې استعفا وکړي.


۴۸ کلنه هدر ناوئرټ چې د۲۰۱۷ میلادي کال په اپریل میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ټاکل شوې وه د روان میلادي کال په لومړیو کې د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو او ډیپلوماسۍ د چارو د مرستیالې دنده هم ور وسپارل شوه.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса