Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د کونړ په اسمار کې د ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی

0
په کونړ کې چارواکي وايي، د اسمار په ولسوالۍ کې د یو ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.


د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د جمعې په سهار ازادي راډیو ته وویل تېر مازیګر ۴بجې د اسمار ولسوالۍ اړوند د بانډو چم ساحه کې په سړک کې د ايښودل شوي یو ماین چاودنې لږ تر لږه یو ملکي کس وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.


تراوسه پورې دا نه ده څرګنده چې په سړک کې دا ماین چا ايښی و؟


خو ډېر کله د حکومت مخالف وسله‌وال، د امنیتي ځواکونو د هدف ګرځولو لپاره په لارو کې ماینونه خښوي چې وخت ناوخت پرې د ولسي خلکو موټر برابریږي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса