Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د بشري حقونو مدافع عظيم جان عسکروف دې له زندانه خوشې شي

0
د بشري حقونو نړيوال سازمان پر اروپايي ټولنه غږ کړی چې له قرغزستانه وغواړي د بشري حقونو مدافع عظيم جان عسکروف دې له زندانه خوشې کړي.


د ډسمبر په شپږمه په خپاره کړي بيان کې دغه ادارې ويلي، اوس وخت را رسېدلی چې قرغزستان عسکروف راخوشې کړي.


عسکروف تر نيول کېدو مخکې د بشري حقونو مدافع وو او خپلواکو ویب پاڼو ته يې لیکل کول خو اوس د قرغزستان په زندان کې د ابدي حبس سزا تېروي.


دی په خټه ازبک دی او د ټولنې امن او ثبات ته د خطر پېښولو په تور وروسته تر هغه ونیول شو چې په ۲۰۱۰میلادي کال کې د قرغزستان په جنوب کې په نژادي نښتو کې تر ۴۵۰ زيات کسان ووژل شول چې ډېری یې ازبک وو.


۶۸ کلن عسکروف ټول تورونه ردوي او وايي دا قضیه سياسي انګېزه لري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса