Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

روسیې د سلواکیا یو ډیپلوماټ د نامطلوبو کسانو په لېست کې اچولی

0
د روسیې حکومت د سلواکیا یو پوځي ډیپلوماټ د نامطلوبو کسانو په لېست کې اچولی دی.


د سلواکیا حکومت د نوومبر میاشتې په وروستیو کې په براتیسلاوا کې د روسیې د سفارت د پوځي اتشې د دفتر یو غړي له خپلې خاورې و ایست.


د سلواکیا حکومت هغه مهال وویل چې دا کار یې د خپلو پوځي استخباراتو د ادارې د معلوماتو پر اساس کړی.


د سلواکیا حکومت ویلي و چې هغه د سلواکیا او ناټو د ګټو خلاف کار کاوه.


مسکو نن د سلواکیا د حکومت د هغه اقدام په ځواب کې دا کار کړی دی.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا نن پنجشنبه په یوه بیان کې وویل چې د سلواکیا له خاورې د دوی د ډیپلوماټ شړل غیر دوستانه کار و.


زخارووا وویل چې په مسکو کې د سلواکیا د سفارت ډیپلوماټ ته یې دوه ورځې وخت ورکړی چې له هغه هېواده ووځي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса