Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

اشرف غني په هرات کې د لاجوردو لار پرانېستله

0
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه د ډسمبر ۱۳مه، په هرات کې د لاجوردو لار پرانېستله.


ښاغلي غني د لارې د پرانېستلو په مناسبت ځانګړو مراسمو ته وویل چې افغانان جدايي او انزوا نه غواړي.


د غني دا وینا د افغانستان دولتي ټلوېزیون خپره کړه. 


 د لاجوردو لار افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره وصلوي.


په دې ډول، افغانستان کولای شي چې حتی اروپايي هېوادونو ته تر ډېره حده، د ځمکې له لارې خپل مالونه صادر کړي.


په کابل کې د امریکا سفیر، جان بس د لاجوردو د لارې د پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی .


جانس بس نن پر ټوېټر لیکلي چې د سیمه یېز اتصال داسې پروژې په افغانستان کې د ثبات له ټینګېدو سره مرسته کولای شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса