Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

بولټن: د ډونالد ټرمپ او ولادیمير پوتين ترمنځ به کومه کتنه ونه شي

0
د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن وايي، د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د روسي سيال ولادیمير پوتين ترمنځ به کومه کتنه ونه شي.


دا په داسې حال کې ده چې مسکو د کريميا سيمې ته نېږدې د اوکراين څو کښتۍ او ماڼوګان نيولي دي.


ښاغلي بولټن پرون خبريالانو ته وويل:


"تر هغو چې د کښتيو عمله او کښتۍ خوشې شوي نه وي، زه په نېږدې راتلونکي کې داسې شرايط نه ګورم چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ دې داسې کتنه وشي."


روسيې د نوامبر په ٢٥مه د تور سمندرګي او ازوف سمندرګي ترمنځ د اوکراين درې کښتۍ او ٢٤ بېړۍ چلوونکي ونيول.


مسکو ادعا لري چې دغه کښتۍ په ناقانونه توګه د کريميا سيمې ته نېږدې د روسيې د قلمرو اوبو ته داخلې شوې وې.


روسيې د کريميا سيمه په ٢٠١٤ میلادي کال کې له اوکراينه جلا او په خپلې خاورې پورې الحاق کړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса