Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

چارواکي: د کونړ په شلتن کې د القاعده او طالبان ۲۰ غړي وژل شوي

0
د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍکې په پوځې عملیاتو کې د القاعده شبکې او وسله والو طالبان ۲۰ غړي وژل شوي دي. 


د کنړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د جمعې په ورځ ازادې راډیو ته وویل چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د شلتن ولسوالۍ په سونو سیمه کې عملیات کړي چې پکې د القاعده شبکې او وسله والو طالبانو ۲۰ وسله وال وژل شوي دي.


هغه وایي، په وژل شويو کسانو کې ۵ بهرنیان او د طالبانو مهم کسان شامل دي. 


مصمم وایي، په دغو عملیاتو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یی نه دی معلوم. 


خو د کنړ د عامې روغتیا رئیس عزیزالرحمن ساپی وایي چې دوی ته د عملیاتو له سیمې ۱۵ تنه ټپیان وروړل شوي چې ډېری یې ښځې او کوچنيان دي. 


تر اوسه وسله والو طالبانو د تیرې شپې د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса