Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

ترکي حکومت د ۲۱۹ نظاميانو د نیولو امر کړی

0
ترکيې له دوه سوو د زياتو نظامي پرسونل د نیولو امر کړی دی.


پر دوی تور دی چې له امریکا مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولن سره تړاو لري.


ترکي حکومت پر ګولن تور پورې کړی چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې يې په ناکامه کودتا کې لاس درلود.


ګولن په کودتا کې لاس درلودل رد کړي.


د استانبول څارنوال د څلورو ډګروالانو په ګډون د دوو سوو او نولسو سرتېرو د نيولو حکم کړی دی.


د ناکامې کودتا له هڅو راهيسي ترکي حکومت د دولتي کارکوونکو، خبريالانو، ښوونکو او فعالانو په ګډون، پنځوس زره کسان نيولي دي.


لسګونه زره نور له دندو ګوښه کړای شوي دي.


د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان منتقدين وايي، دی د کودتا له خبرې د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره استفاده کوي.


ترکي چارواکي وايي، د ملي امنيت په خاطر يې دا اقدامات مهم دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса