Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

مشرانو جرګې په کونړ کې د ملکي وګړو وژنه وغندله

0
مشرانو جرګې نن په کونړ ولایت کې د ملکي وګړو وژنه په کلکو ټکو وغندله.


د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار له حکومت او امنیتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې د دې ډول پېښو مخه ونیسي>


ده وویل:


"موږ د کونړ د پېښې د غندلو ترڅنګ وایو چې هغه څه چې مهم دي په راتلونکي کې د ملکي تلفاتو د تکرار مخنیوی دی، هیله منو یوو چې د دې ډول پېښو مخه به ونیول شي."


د راپورونو له مخې، د کونړ ولایت په شلتن دره کې د پرون ورځې په بمبارۍ کې ۱۲ ماشومان او ۸ ښځې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ملکي وګړي ټپیان دي.


د کونړ سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د دې هوايي حملو هدف د دولت وسله وال مخالفین وو او په نتیجه کې یې د هغوی ځیني مهم قوماندانان هم وژل شوي دي.


له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما ویلي وو چې د دې پېښې په اړه به څېړنې وکړي او افغان چارواکو هم له خپلې خوا د څېړنو د پیل خبر ورکړی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса