Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

«برېټېش ايروېز» اسلام‌اباد ته خپل پروازونه له سره پیلوي

0
د بریتانیا هوايي شرکت، «برېټېش ايروېز» تر یوې لسیزې ځنډ وروسته، اسلام‌اباد ته خپل پروازونه له سره پیلوي.


په اسلام‌اباد کې د «برېټېش ايروېز» د فروشاتو مسؤل نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه خبریالانو ته دا خبر ورکړی دی.


دې هوایي شرکت په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د اسلام‌اباد پر مریوټ هوټل تر خونړۍ حملې وروسته، د پاکستان پلازمېنې ته خپل پروازونه بند کړل.


د اسلام‌اباد پر مریوټ هوټل په حمله کې ۵۰ تنه وژل شوي وو.


دې پېښې په اسلام‌اباد کې د بهرنیو هېوادونو دفترونو، هوايي شرکتونو او سفارتونو ته د امنیت له پلوه جدي اندېښنه پیدا کړه.


د روېټرز خبري اژانس په حواله، «برېټېش ايروېز» پرېکړه کړې چې اسلام‌اباد ته خپل پروازونه به د راتلونکي کال په دوبي کې له سره پیل کړي.


«برېټېش ايروېز» ویلي چې د جون له میاشتې به هره اوونۍ، له هېټرو هوايي ډګره د اسلام‌اباد نړیوال هوايي ډګر ته درې مستقیم پروازونه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса