Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

وقاد: ابوظبي کې د حکومت او طالبانو د کتنې پر جزئیاتو خبرې کېږي

0
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په ابوظبي کې د حکومت او طالبانو د استازو د کتنې پر جزئیاتو خبرې کېږي.


د دې شورا غړي، محمد امین وقاد نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په غوښتنه د کابل پلاوی نن ابوظبي ته تللی دی. 


وقاد وویل:


"په دې کې به نن پر دې خبرې وشي چې داسې یو حالت رامنځته شي چې د طالبانو یو باصلاحیته پلاوی د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته اماده شي."


د ارګ په وینا، له افغانستان د سولې مذاکره کوونکی پلاوی چې عبدالسلام رحیمي یې مشري کوي، نن ابوظبي ته رسېدلی دی.


د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دې سفر ته په اشاره کې پر ټویټر لیکلي چې سوله راروانه ده. 


د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست ویاند نن وویل چې د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو امکان زیات دی.


خو د طالبانو ویاند پرون په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان د حکومت د استازو سره خبرې نه‌کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса