Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د روسیې ولسمشر: د اټمي جګړې خطر باید سطحي ونه ګڼل شي

0
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اټمي جګړې خطر باید سطحي ونه ګڼل شي او په‌دې برخه کې یې له نړیوالو وسله‌والو تړونونو څخه د امریکا پر وتلو انتقاد وکړ.


ولسمشر پوتین چې نن یې په خپل کلني کنفرانس کې خبري کولې، هیله وښوده چې د روسیې او لویدیځ ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا بېرته عادي حالت ته راوګرځي.


پوتین یادونه وکړه چې اټمي جګړه کیدای شي د ټولو تمدنونو په له منځه تلو تمام شي.


دا په تېرو څو میاشتو کې دوهم ځل دی چې ولسمشر پوتین په دا ډول یوه ناورین د احتمال په اړه په عامه خبرې کوي.


د روسیې دولتي ټلوېزیون د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ولسمشر پوتین وویل، د دغه خطر د پیکه ښودلو لپاره ډېره لېوالتیا موجوده ده.


پوتین زیاته کړه، په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د بالستیک توغندي پرضد له تړونه د امریکا وتل د واشنګټن او مسکو تر منځ ستراتیژیک توازن تر پوښتنې لاندې راوست او د ده په خبره له منځنۍ سطحې اټمي ځواکونو له تړونه د امریکا د وتلو پلان پر همدې لوري یو بل ګام دی. 


د روسیې ولسمشر وایي، دا به بده وي چې امریکا او روسیه د نوي پیل او د اوږد مهاله اټمي وسلو تړون په اړه چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې یې موده پای ته رسېږي، خبرې ونه‌کړي.


پوتین زیاتوي، که دواړه هېوادونه موافقه وکړي دا تړون د پنځو نورو کلونو لپاره غځول کیدای شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса