Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د نوماندانو نوم‌لیکنه سبا شنبه پیلېږي

0
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر سبا شنبې، د مرغومي په لومړۍ نېټه رسماً پیل شي.


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست ازادي راډیو ته وویل چې د دې کار لپاره تیارۍ له مخکې نیول شوې دي.


"د مرغومي لومړۍ نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو د نوم‌لېکنې پیلېږي. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بشپړه تیاري او چمتووالی لري او د نوم‌لیکنې پروسه به له شنبې ورځې څخه تر ۱۲ ورځو پورې دوام وکړي."


د انتخاباتو د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نوماندانو لومړنی لېست به د مرغومي په اتلسمه او وروستی د سلواغې په ۲۶ اعلان شي.


په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل په ۳۱ نېټه ترسره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса