Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د هنګري ولسمشر د کارګرانو اړوند یو لانجمن قانون توشیح کړ

0
د هنګري ولسمشر د تېرو څو ورځو له اعتراضونو سره-سره د کارګرانو اړوند یو لانجمن قانون، پرون توشیح کړ.


ولسمشر یانوش ادر «Janos Ader» په خبرپاڼه کې استدلال کړی دی چې د کارګرانو په قانون کې اصلاحات او د هغه مقررات له اساسي قانون سره په ټکر کې نه‌دي.


د نوي قانون له مخې د کارګرانو د اضافه کارۍ د ساعتونو شمېر له ۲۵۰ ساعتونو څخه ۴۰۰ ته لوړېږي، خو تنخواګانې یې تر درېیو کلونو پوې ځنډېدلی شي.


ولسمشر ادر چې د صدراعظم ویکتور اوربان له متحدانو څخه دی ویلي چې نوي مقررات د اروپايي ټولنې د نورو غړو هېوادونو د کارګرانو د اضافه کارۍ له وختونو سره یوشان دي.


دا قانون وروسته له هغه توشیح کېږي چې د اپوزیسیون ډلو له تېرو څو ورځو راهیسې اعتراضونه پیل کړي دي او دا قانون یې د مرییتوب «غلامۍ» قانون بللی دی.


اپوزیسیون نن ماښام هم په پلازمېنه بوداپست کې اعتراضونه پلان کړې دي.


کارګري ټولنو ګواښ کړی چې که ولسمشر ادر د دې اصلاحاتو عملي کولو ته دوام ورکړي نو په عمومي اعتصاب به لاس پورې کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса