Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

حبیبي: هغه کسان به مجازات شي چې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه وکړي

0
د خوست چارواکي وايي، تر دې وروسته به په یاد ولایت کې د بهرنۍ کرنسۍ پر ځای په افغانیو راکړه ورکړه کېږي.


په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، دا ځل سیمه ییزه اداره پرېکنده اراده لري چې په خوست کې افغانۍ ترویج کړي.


دی زیاتوي:


"که خدای مکړه، داسې ولیدل شو ل چې دوی د افغانۍ پر ځای بېګانه سیکه وکاروي، له هغوی سره به د قانون په رڼا کې چلند کېږي، حتی هټۍ به يې تړل کېږي او نور هغه قانوني موارد او انظباطي مجازات چې وجود لري، هغه به دوی ته ورکول کېږي​."


د خوست والي هیله وکړه چې په دې برخه کې دې د حکومت له اقدام پرته خلک همکاري وکړي.


د یادونې وړ ده، څو ورځې وړاندې د خوست امنیتي چارواکو هم د افغانیو د چلند پرېکړه رسنیو سره شریکه کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса