Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د غزني چارواکي: په تېرو ۳ اوونیو کې لسګونه وسله وال وژل شوي

0
د غزني والي ادعا کوي چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو اوونیو کې د دولت لسګونه وسله وال مخالفان وژلي دي.


وحید الله کلیمزي نن په غزني کې د خلکو یوې غونډې ته وویل، دا هغه وسله وال وو چې د سولې پېشنهاد يې رد کړی دی.


ده وویل:


"په تېرو شلو ورځو کې د افغان ځواکونو او د هغوی د همکارانو په عملیاتو کې د دوه سوه په شااوخوا کې هغه طالبان چې د سولې او ارامۍ نیت يې نه درلود، وژل شوي دي."


خو طالبانو بیا د غزني د والي دا خبره رد کړې او وايي چې دولت دومره توان نه لري چې په دې اندازه دوی ته مرګ ژوبله واړوي.


د غزني خلک هم په دې ولایت کې د دولت ضد وسله والو پر ضد د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو د زیاتوالي خبره کوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса