Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

په کابل کې د امریکا سفیر د شهیدانو او معلولینو پر معینیت حمله غندلې

0
په کابل کې د امریکا سفیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو پر معینیت وروستۍ حمله وغندله.


د امریکا سفیر جان بس نن د ډېسمبر په ۲۶مه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو زړورتیا ستايي چې د حملې پر وخت یې سیمې ته ور ودانګل او د مامورینو د ژغورنې هڅې یې وکړې.


جان بس ویلي چې د داسې تشدد په وړاندې متحده ایالات له افغانستان سره ولاړ دي.


په کابل کې د امریکا سفیر ویلي چې په افغانستان کې د روان بحران د حل او سولې د ټینګښت لپاره به د خپلو متحدانو ملاتړ ته دوام ورکړي.


د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت په وینا، د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل ښار د زړو مکروریانو په سیمه کې د شهیدانو او معلولینو د معینیت پر ودانۍ په انتحاري حمله او ورپسې وسله واله نښته کې ۴۳ تنه ووژل شول او ډېر کسان زخمیان شول.


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې دا حمله غندلې ده.


سعودي عربستان ویلي چې داسې ترورېستي حملې پر ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو تېری کوي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса