Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات وځنډېدل

0
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات له پخوانۍ نېټې وځنډېدل. 


د افغانستان د اتنخاباتو د خپلواک کمېسيون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات نن ازادي راډیو ته وویل چې نوې نېټه لا نه ده ټاکل شوې.


مخکې داسې ګڼل شوې وه چې د جمهوري ریاست انتخابات د حمل د میاشتې په ۳۱مه وشي.


د دغه کمېسیون د ویاند یوه بل مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي هم نن اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د رأیې ورکوونکو د لېستونو کتل او تأیید او د بایوميټریک سېستم د استفادې لپاره د مسلکي کسانو روزل زیات وخت غواړي. 


ابراهیمي ویلي چې له دې امله ټاکنې وځنډېدې، ځکه دا مسئلې په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره مهمې دي.


په همدې حال کې د کمېسيون چارواکي وايي چې هېڅ کاندید د جمهوري ریاست لپاره نوم نه دی ثبت کړی.


په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې ابتدايي بهیر رسماً د جدي په لومړۍ نېټه پيل شو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса