د وزن پورته کولو د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي وستایل شول
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې دغو لوبغاړو په ازبکستان کې د وزن پورته کولو سیالیو کې د افغانستان لپاره ۲ د سرو زرو، ۲ د سپینو زرو او ۳ د بُرونزو مډالونه ګټلي وو.
دغه سیالۍ د دسمبر له ۵ نېټې نه د همدې میاشتې تر ۸مې نېټې پورې په تاشکند کې ترسره شوي وو.
د يادونې ده چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازېتوب لسو لوبغاړو ګډون کړی و.
