Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د فوټبال افغان ملي لوبډله سبا د ترکمنستان په وړاندې لوبه کوي

0
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا يو ځل بیا د ترکمنستان د فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.


د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه د جمعې په ورځ د ترکیې د انتالیا ښار په مراسل لوبغالي کې د ورځې په يوه نیمه بجه ترسره کېږي.


دا په‌داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دواړو لوبډلو د شدید باران په جریان کې لوبه وکړه چې په‌دغه لوبه کې ترکمنستان ۲ د صفر په وړاندې بریا خپله کړه.


ټاکل شوې افغانستان د دسمبر په ۲۸مه نېټه د ازبکستان په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي، خو د ازبکستان ملي لوبډلې رووزنکي نه غوښتل چې دغه لوبه د ټلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپور شي او مینه‌وال هم میدان ته داخل نه‌شي، نو په همدې دلیل د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزونکي انوش دستګیر له ازبکستان سره لوبه لغوه او د ترکمنستان په وړاندې د بېرته راتګ پړاوو د لوبې پرېکړه وکړه. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса