Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوالو سیالیو جام بامیان ته يوړل شو

0
د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوالو سیالیو جام له کابل وروسته د بامیانو تاریخي ولایت ته يوړل شو.


د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې بامیانو ولایت ته د نړیوال جام وړلو په مناسبت ځانګړي پروګرامونه او نندارې په نظر کې نیول شوي دي.


د ښاغلي هوتک په خبره، له بامیانو څخه به دغه جام هرات او له هغه ځایه به کندهار ولایت ته هم يوړل شي.


د کرکت نړیوال جام تېره ورځ سهار مهال له متحده عربي اماراتو کابل ته راوړل شو چې په هوايي ډګر کې له يو لړ مراسمو وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ ته يوړل شو او بیا د دارلامان په تاریخي ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې شو.


دا دوهم ځل دى چې د کرکټ نړيوال جام افغانستان ته راوړل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса