Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

پاکستان اصف علي زرداري او ۱۷۱ نور کسان ممنوع الخروج اعلانوي

0
پاکستاني چارواکي وايي چې د هغه هېواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او ۱۷۱ نور کسان ممنوع الخروج اعلانوي. 


دا پرېکړه په پاکستان کې له مالي تورم او د پيسو سپینېدو له مسئلې سره په تړاو شوې ده.


د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، فواد چودري نن، پنجشنبه د ډسمبر۲۷مه وویل چې د فدرال پولیسو څېړونکي په‌دې باور دی چې اصف علي زرداري جعلي بانکي حسابونه درلودل.


اصف علي زرداري د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی دی. د هغه پرضد د دوسیې پر برابرولو کار پېل شوی دی. 


پر اصف علي زرداري له پاکستانه د وتلو ممنوعیت نن ولګېد چې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظر بوټو د قتل ۱۱مه کلیزه ده.


د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه، بې نظیر بوټو د ۲۰۰۷ میلادي کال د ډسمبر په ۲۷مه نېټه ووژل شوه. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса