Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د امریکا تر ټولو د ډېر عمر لرونکی پوځي ریچارډ اورټون ومړ

0
د دوهمې نړیوالې جګړې هغه امریکايي سرتېری چې باور کېده د امریکا تر ټولو د ډېر عمر لرونکی سړی به وي، د ۱۱۲ کلونو په عمر مړ شو.


دا خبره د نوموړې کورنۍ کړې ده.


د رسمي اسنادو پر بنسټ، ریچارډ اورټون چې د تکزاس ایالت په په اوسټین ښار کې د پنجشنبې په ورځ مړ شو، د امریکا تر ټولو زوړ پخوانی پوځي و چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې برخه لرله.


ریچارډ اورټون په ۱۹۰۶ میلادي کال کې زېږېدلی و او په ۱۹۴۲ میلادي کال کې له هغې اووه میاشتې وروسته چې جاپان په پرل هاربر برید وکړ، عسکرۍ ته ولاړ او د امریکا د هوايي انجنيرۍ په ځواک کې یې خدمت وکړ. 


نوموړي په نورو بېلابېلو جګړو کې هم برخه اخیستې وه.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса