Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

سلیم: د جدې غونډه به له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي

0
د سولې عالي شورا تمه وښوده چې په جده کې پلان شوې غونډه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيل لپاره زمينه برابره کړي.


په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان، امريکا، پاکستان او طالبانو استازي په جده ښار کې سره جرګه شي.


د سولې د عالي شورا مرستيال عطا الرحمن سليم نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:


"هيله مند يوو چې دغه غونډه چې د مخکنۍ غونډې په دوام کېږي، ځيني پرمختګونه ولري، ځکه طالبانو هم ژمنه کړې وه چې پر ناحل شويو مواردو به له خپل مشرتابه سره خبرې کوي، د هغوى هدايت به اخلي، مشوره به کوي او د جدې په غونډه کې به ځيني پرمختګونه ولرو."


د سولې عالي شورا وايي، د جدې غونډه د ابوظبۍ د غونډې په دوام ترسره کېږي.


شااوخوا دوه اوونۍ مخکې طالب استازو په ابوظبۍ کې د افغان حکومت د سولې له مرکچي هيئت سره له کتنې ډده وکړه.


په دې غونډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې چې د پاکستان، متحده عرب اماراتو او سعودي عربستان استازي هم حاضر وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса