Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

رسولي: د افغانستان د فوټبال فډراسيون ۵ غړي ممنوع الخروج اعلان شوي

0
د افغانستان لويه څارنوالي وايي، د افغانستان د فوټبال فډراسيون پنځه غړي ممنوع الخروج اعلان شوي دي.


چارواکي وايي، په دغو کسانو کې د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدين کريم هم شامل دى.


په وروستيو کې د فوټبال د نجونو د ټيم ځينو غړو د فوټبال فدراسيون څو مسؤلان په جنسي ځورونه تورن کړي دي.


د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي نن جمعه ازادي راډيو ته وويل، د دوى يوې کمېټې په دې اړه څېړنې کړي دي:


دی وایي:


"د فوټبال فډراسيون د رئيس په شمول د دغه فدراسيون څلور مسؤلان ممنوع الخروج اعلان شوي، يو هم د فوټبال فدراسيون يو کارکوونکى د هيئت د نظر پر اساس ممنوع الخروج اعلان شوى دى، زموږ همکاران په جديت او قاطعيت دا قضيه څېړي."


د افغانستان د فوټبال د نجونو د ټيم د جنسي ځورونې په اړه اول بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين تېره مياشت راپور ورکړى و.


د افغانستان د فوټبال د نجونو د ټيم غړو نن يو وار بيا ګارډين ورځپاڼې سره د شوې جنسي ځورونې په اړه تازه جزئيات شريک کړي دي.


د فوټبال فډراسيون چارواکو پر ځانونو لګېدلي تورونه رد کړي دي.


د افغانستان لويه څارنوالي وايي د کورنيو چارو وزارت هم د شويو ادعاوو په اړه څېړنې پيل کړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса