Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

دفاع وزارت: په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دولت ٤٦ مخالف وسله وال وژل شوي

0
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېلو پوځي عملياتو کې د دولت ٤٦ مخالف وسله وال وژل شوي دي.


دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا تقريباً سل ځانګړي عمليات او ٩ هوايي بريدونه په بېلابېلو ولايتونو کې شوي چې له کبله يې ٣٣ نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.


دفاع وزارت وايي، د دغو عملياتو پر مهال د وسله والو ٧ مورچلونه، ٢ موټرسايکلونه او ٣١ کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړاى شوي دي.


د دولت کومې مخالفې ډلې د دې اعلاميې په اړه څه نه ويلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса