Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

چارواکي: د پکتیکا په ګومل کې هوايي برید پنځه وسله وال طالبان وژلي

0
د پکتیکا نظامي چارواکي وايي، د دې ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د امنیې قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:


"پرون ناوخته بهرنیو ځواکونو د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر یوه مرکز برید کړی چې پنځه وسله وال یې وژلي دي."


وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.


دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا تر څنګ په ټول افغانستان کې د افغان او ائتلافي ځواکونو له لوري د وسله والو په خلاف په هوايي، ځمکني او توپچي بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.


وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса