Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

مصر د ترهګرو په وړاندې په بریدونو کې ۴۰ کسان وژلي

0
په مصر کې پولیس وايي، یوه ورځ وروسته له هغې چې په جیزه کې واقع اهرامونو ته نېږدې بمي برید څلور تنه ووژل، په امنیتي چاپو کې یې څلوېښت وسله وال وژلي دي.


د مصر د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، په جیزه او شمالي ښار سینا کې یې د ترهګرو په درې پټنځایونو په همغږو بریدونو کې ۴۰ کسان وژلي.


د مصر دولتي ټلویزیون د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي، ترورېستي عناصرو پلان درلود چې پر دولتي ادارو، د سیلانیانو پر سیمو، امنیتي ځواکونو او کلیساګانو یو لړ بریدونه ترسره کړي.


د مصر د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې پولیسو په دې عملیاتو کې په زیاته اندازه وسلې، چاودېدونکي مواد او  بم جوړونکي وسایل نیولې دي.


د جمعې په ورځ د مصر اهرامونو ته نېږدې د ویتنامي سیلانیانو پر یوه بس بمي چاودنه وشوه چې په کې درې ویتنامي سیلانیان او د هغوی مصري لارښود ووژل شول.


یولس نور ویتنامي سیلانیان او د هغوی مصري موټر چلوونکي په دې چاودنه کې ټپیان شوي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса