Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

جنرال سکاټ مېلر: ۲۰۱۹ به د افغانستان لپاره یو په زړه پوری کال وي

0
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي، ۲۰۱۹ میلادي کال به د افغانستان لپاره یو په زړه پوری کال وي.


جنرال سکاټ مېلر نن کابل ته نږدې په یوه پوځي اډه کې هغو مواردو ته اشاره کړې چې دا مهال د افغانستان د سولې په اړه روان دي.


نوموړي وویل:


"په څو پایتختونو کې پر پالېسیو غور کېږي، د سولې خبرو لپاره هڅې روانې دي، د سیمې لوبغاړي پر سوله ټینګار کوي، طالبان او افغان حکومت د سولې په اړه خبرې کوي."


په همدې حال کې د ناټو ویاند په کابل کې له نورو امریکایي پوځيانو سره د نوي کال د لمانځلو پر مهال د افغانستان سولې ته هیله‌مندي وښوده او ویې‌ویل چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغان سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی دی چې په‌دغه هېواد کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي. 


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تېره میاشت د طالبانو له استازو سره په ابوظبي کې ولیدل او ټاکل شوې ده چې د روانې جنورۍ په میاشت کې د طالبانو استازي د سعودي عربستان په جده ښار کې په یوه ورته غونډه کې برخه واخلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса