Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په کابل کې د اس ځغلونې ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

0
په کابل کې د لومړي ځل لپاره د اس ځغلونې ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.


د افغانستان د بدني روزنې ریاست د خپرونو مسؤل عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغو سیالیو کې د کابل په ګډون، د لوګر، غزني، لغمان، پروان، نورستان، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو څخه ۲۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.


د ښاغلي پیمان په خبره، په‌دغو سیالیو کې چې درې ورځې یې دوام درلود په‌کې د میدان وردګو ولایت دوو اس ځغلوونکو لومړی او دوهم مقام ترلاسه کړ او د کابل ولایت څخه يو لوبغاړی درېیم مقام ته ورسېد.


د يادونې وړ ده چې د دغو سیالیو د لومړي، دوهم او درېیم مقام ګټوونکي د اس ځغلونې ملي لوبډلې ته غوره شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса