Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د قلات پخوانی ښاروال په ۷ کاله او دوه میاشتې تنفیذي حبس محکوم شو

0
د افغانستان د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې د زابل د مرکز د قلات پخوانی ښاروال کریم‌الله حکیمي له دندې څخه د ناوړه استفادې او اختلاس په تور په ۷ کاله او دوه میاشتې تنفیذي حبس محکوم کړ.


دغې محکمې په علني جلسه کې تورن نه و موجود، د محکمې رئیس شیراقا منیب د مدافع وکیل په حضور کې نوموړی له دندې نه په ناوړ استفادې ښاغلي حکیمي په درې کاله او یوه اندازه افغانۍ او د اختلاس په تور په دوه کاله او دوه میاشتې تنفیذي بند محکوم کړ.


په دغه علني محکمه کې د قلات ښاروالۍ یو شمېر نور کارکوونکي هم په دوه- دوه کاله تنفیذي بند محکوم شول.


د مؤظف څارنوالۍ د صورت دعوی پر اساس د قلات پخوانی ښاروال د ۱۳۹۰یم کال کې ښار ته د پنځو وردوي او خروجي دروازو په پروژه کې د ۷ میلیونه افغانیو اختلاس کړی وو.


په نوموړي یو بل تور هم و، کله چې له دندې ګوښه شوی و، له حکومته یې ۶ لکه افغانۍ د معاش په بهانه په غیر قانوني توګه اخېستې وې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса