Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په ايټالیا کې د شمالي کوریا یو ډپلوماټ ځان پټ کړی

0
په ايټالیا کې د شمالي کوریا یو ډپلوماټ ځان پټ کړی دی.


دا خبر د جنوبي کوریا د پارلمان یوه غړي کېم من کي نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، په سیول کې خبریالانو ته ورکړ.


هغه ویلي چې د هغوی د ملي استخباراتو ادارې دا معلومات په سري غونډه کې ورسره شریک کړي دي.


کېم خبریالانو ته ویلي چې په روم کې د پیونګ یانګ سرپرست سفیر او د هغه مېرمن د نوومبر د میاشتې په پیل کې هلته له خپل رسمي استوګن ځایه وتلي او بې درکه دي.


د شمالي کوریا د سرپرست سفیر د کار موده د جنورۍ د میاشتې په پای کې ختمېده.


داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې په روم کې د شمالي کوریا سرپرست سفیر په یوه غربي هېواد کې سیاسي پناه غوښتې ده.


شمالي کوریا په‌دې اړه غبرګون نه‌دی څرګند کړی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса