Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

ازادي راډیو به د روسیې سترې محکمې ته یو عرض وکړي

0
د ازادۍ اروپا / ازادي راډیو مسوولان وايي چې د روسیې سترې محکمې ته به عرض وکړي چې پردې اداره د یو لک ربلو جریمه چې تقریباً ۱۴ سوه ډالر کېږي، لېرې کړي.


د مسکو سیمه‌ییزې محکمې په‌دې تور چې د ازادې اروپا راډیو په روسیه کې د خپلو مسوولیتونو په سرته رسولو کې ناکامه شوې، د "بهرنیو اجنټانو" د قانون له مخې جریمه کړه.


د روسیې د عدلیې وزارت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو ډېرې برخې وتړلې.


د ازادې اروپا /ازادي راډیو ادارې د مسکو د استیناف له محکمې هم غوښتنه کړې وه چې ورباندې لګولې جریمه لغوه کړي، خو د ډسمبر په میاشت کې یې غوښتنه رد شوه.


د ازادې اروپا/ازادي راډیو سرپرستې مشرې، ډېزي سنډلر ویلي چې دا په روسیه کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبریالانو د فعالیت د مخنیوي هڅه ده. 


ډېزي نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، وویل چې د "دوی خبریالان د هېڅ بهرني حکومت په استازیتوب کار نه کوي."



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса