Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

چارواکي: د کندهار په سپین بولدک کې ۷ پولیس او ۱۶طالبان وژل شوي

0
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې ۷ پولیس او ۱۶وسله وال طالبان وژل شوي.


چارواکي دغه راز وايي چې ۱۶ نور وسله وال د کندهار په خاکریز او میوند ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال وژل شوي.


د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ناوې پر پوسته طالبانو برید کړی.


دی وایي:


"تېره شپه د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د ناوې پر پوسته د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چي په پايله کې يې د امنيتي ځواکونو ۷ تنه شهيدان او ۴ زخميان دي، همدارنګه د وسله والو مخالفينو ۱۶ تنه مړه او ۱۱ تنه زخميان دي چې په سيمه کې له وسله والو مخالفينو ۳ مړي او يو شمېر وسلې هم پاتې شوي دي."


بل خوا په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ د کندهار په خاکریز او میوند ولسوالیو کې د جلا جلا عملیاتو پرمهال د ۱۶ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۱۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.


د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند مرستیال محمد صادق عیسی وايي، دغه وسله وال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مځکنیو عملیاتو پرمهال وژل شوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса