Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په بدخشان کې زرمینځونکي د تونل د نړېدو له امله تر خاور لاندې شوي

0
ځایي چارواکي وایي، د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې یو شمېر زرمینځونکي د تونل د نړېدو له امله تر خاور لاندې شوي دي.


د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډيو ته وویل، نن یکشنبه د ورځې ۱۰ بجې د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ په شِپو سیمه کې یو شمېر زرمینځونکي په خپل لاس د کیندل شوي تونل د نړېدو له امله تر خاورو او تېږو لاندې شوي دي.


ښاغلي نظري وویل چې تر اوسه د ترخاورو لاندې شویو زرمینځونکو کره شمېر نه دی معلوم، خو په خبره یې چې ژغورونکي یې د ژغورنې لپاره سیمې ته استول شوي دي.


بدخشان د هېواد په شمال ختیځ زون کې موقعیت لري چې یو غرنی ولایت دی او د خاورینو غونډيو او د واورو د ښویدنو ستونزې په کې ډېرې او ترې د طبیعي پېښو راپورونه ورکول کېږي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса