Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

امريکا له سوريې د ټولو پوځيانو ايستل په یوه شرط پورې تړلي

0
امريکا وايي، له سوريې يې د ټولو پوځيانو ايستل په دې شرط پورې تړلي دى چې ترکيه په سوريه کې د کردانو د خونديتوب ډاډ ورکړي.


دا خبره د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن نن اسرائيل ته د سفر پر مهال کړې ده.


ښاغلي بولټن وويل، له سوريې د ټولو امريکايي پوځيانو وتل په سوريه کې د داعش ترورېستي سازمان د ټولو عناصرو په ماتې پورې مشروط وو.


د امريکا د ملي امنيت سلاکار وايي، له سوريې يې د پوځيانو وتلو ته لا کوم مهالوېش نه دى ټاکل شوى.


د جان بولټن په خبره، ولسمشر ډونالد ټرمپ د داعش د خلافت ړنګېدل غواړي.


ولسمشر ټرمپ په هغه ويډيويي پيغام کې چې د ډېسمبر په ٢٠مه يې په ټوېټر کې خپور کړى و، ويلي چې ټول امريکايي پوځيان به بېرته امريکا ته ستنېږي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса