Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې د ټولو لوبډلو په سر کې ده

0
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې د ډېرو بریاوو له کبله د ټولو لوبډلو په سر کې ده.


د افغانستان د کرکټ بورډ په خپاره شوي جدول کې ښکاري چې افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې اووه شل اوریزې لوبې کړي او اووه واړه يې ګټلي دي.


له دغو بریاوو سره افغان لوبډله د نړۍ د لسو غورو لوبډلو تر منځ یوازنۍ لوبډله ګڼل شوې چې سل سلنه بریا يې خپله کړې ده.


په افغان لوبډلې پسې د پاکستان د کرکټ لوبډله په ۸۹ فیصده، ورپسې د هندوستان لوبډله په ۷۷ فیصده بریا مخکې دي.


دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې د پرمختګ له امله افغان لوبډلې د ۲۰۲۰ شل اوریز جام ته هم مستقیمه لار پیدا کړې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса