Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

جان بولتون په انقره کې د ترکيې د ولسمشر له لوړپوړي سلاکار سره وکتل

0
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون نن د ترکيې له لوړپوړو چاوراکو سره د سوريې په اړه خبرې وکړې.


جان بولتون په انقره کې د ترکيې د ولسمشر له لوړپوړي سلاکار ابراهيم کالين سره وکتل.


د امریکا د ملي امنیت شورا یوه وياند ګاريت مارکیس په يوه اعلاميه کې ويلي چې دواړو لورو نور مسايل هم په ګوته کړي چې بايد ورباندې خبرې وشي.


اعلاميه همداراز وايي، امریکا تمه لري چې نن د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نظامي کچه هم سلا مشورې وشي.


په دې اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي چې ايا بولتون نن د ترکيې له دفاع وزیر او استخباراتو له رئیس سره وکتل که نه؟


خو له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټاکل شوې غونډه یې نن نه ده شوې او بولټن ته ویل شوي چې اردوغان د انتخاباتو په کمپاین بوخت دی.


بولتون ترکيې ته په داسې حال کې تللی چې په ورته وخت کې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پامپيو هم سيمې ته سفر کړی.


دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ناببره له سوريې د امریکا د دوه زره سرتېرو د ايستلو پرېکړه اعلان کړه.


د ټرمپ دې اعلان امریکايي متحدان حيران پاتې کړل او همداراز يې په نتيجه کې د امریکا دفاع وزير جېمز مټېس استعفا ته اړ شو.


چارواکي وېره لري چې د امریکايي سرتېرو له وتلو سره به سوریه بې‌ثباته شي او کرد ملېشې به قتل عام شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса