Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په خوست کې چاودنې ۲ ملکیان وژلي او ۱۶ نور ټپیان دي

0
د خوست چارواکي وايي چې نن د سې شنبې په ورځ له غرمې مخکې د خوست ښار د سپين جومات په سیمه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.


د خوست والي حلیم فدايي نن ماسپښین ازادي راډیو ته وویل چې چاودېدونکي توکي په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او د دې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.


نوموړي زیاته کړه:


"متأسفانه په بازار کې په عامه ګڼه ګوڼه کې انفجار وشو چې په پایله کې یې دوه ملکي وګړي شهیدان او ۱۶ زخمیان شوي، د خوست ولس په امنیت کې کلیدي رول لوبولای شي، ان‌شاءالله د دښمن چې څومره شوم پلانونه وي، هغه به خنثی کېږي."


د خوست د ولایتي روغتون رئیس ډاکتر سخي سردار وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته د یو وژل شوي کس جسد او ۱۳ ټپیان وروړل شوي چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک دی.


د پېښې له ځایه یو شمېر ټپیان د خوست ښار خصوصي روغتونونو ته هم لېږدول شوي دي.


بل لوري ته د پېښې عیني شاهدان د ټپیانو شمېر له دې ډېر بولي او وايي چې په پېښه کې ماشومان هم ټپیان شوي دي.


تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د یادې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса