Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د فوټبال فدراسیون کارکوونکي: څارنوالي دې د تورونو موضوع ژر سپینه کړي

0
د افغانستان د فوټبال فدراسیون کارکوونکو او يو شمېر لوبغاړو د افغانستان له لويې څارنوالۍ وغوښتل چې په دغه فدراسیون کې د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونو د تورونو نتایج دې ژر تر ژره اعلان کړي.


دوی نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې دغې چارې د دوی په فعالیتونو او کارونو ناوړه اغېز کړی او دغه موضوع باید ژر تر ژره سپینه شي.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم د ځینو لوبغاړو پر وړاندې د جنسي ځورونې په اړه د ګارډین ورځپاڼې د راپور تر خپرېدو وروسته، ولسمشر غني د افغانستان لویې څارنوالۍ ته حکم وکړ چې د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره دې يو پلاوی وټاکي.


دغه پلاوي تر دې مهاله د خپلو څېړنو په لړ کې د فوټبال فدراسیون د رئیس کرام الدین کریم په ګډون، د دغه فدراسیون د ځینو نورو مسؤلینو دندې ځنډولي او دوی یې ممنوع الخروج اعلان کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса