Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په تخار او بغلان کې د طالبانو په حملو کې ۱۵ پولیس وژل شوي

0
چارواکي وايي چې په تخار او بغلان کې د وسلهوالو طالبانو په حملو کې ۱۵ پولیس وژل شوي او ۱۹ زخمیان شوي دي.



تخار


په تخار کې د ولایتي شورا غړي، مولوي کرامت الله د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو بېګا په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته حمله وکړه چې اته پولیس په‌کې ووژل او ۱۴ تنه زخمیان شول.


د تخار د والي ویاند، محمد جواد هجري ازادي راډیو ته ویلي چې دا حمله د خواجه غار ولسوالۍ مرکز ته نېږدې شوې وه.



بغلان


په بغلان کې هم د ولایتي شورا غړي، ظریف ظریف هم د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله‌والو طالبان د پلخمرۍ په لمنو کې پر پولیسو حمله کړې چې ۷ پولیس په کې وژل شوي دي.


د بغلان د ولایتي شورا بل غړي سمع الدین ناظر هم دا خبر تأیید کړی دی. 



کندز


د کندز په قلعه‌ذال او د بادغیس په اب کمري ولسوالیو کې هم د ملي اردو پر پوستو د حملو خبرونه خپاره شوي دي.



بادغیس


په بادغیس کې د والي ویاند، جمشېد شهابي ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د اب کمري ولسوالۍ د نیولو هڅه وکړه خو ناکام شول. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса