Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر قاهرې ته ورسېد

0
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېد.


پامپیو نن د منځني ختيځ نهو هېوادونو ته په رسمي سفر وتلی دی.


هغه به هڅه وکړي چې په منځني ختیځ کې د امریکا شریکانو ته ډاډ ورکړي.


له کله راهیسې چې له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره شوې، په منځني ختيځ کې یو شمېر هېوادونه شدیده اندېښنه لري.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به نن په قاهره کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د بهرنیو چارو د وزیر، سامح شکري سره پر سیمه‌ییز امنیت او د اقتصادي همکاريو پر پراختیا وغږېږي.


پامپیو مصر ته تر تګ مخکې، عراق او اردن ته تللی و او تر قاهرې وروسته به د خلیج عربي هېوادونو ته روان شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса