Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

اوغلو: که شرایط سم وو، له امریکا به د پاټريوټ مزائیلو سیستم واخلو

0
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو وايي چې که شرایط سم وو، له امریکا به د پاټريوټ مزائیلو سیستم واخلي.


خو که واشنګټن پر انقره فشار راولي چې له روسیې سره قرارداد لغوه کړي، دا معامله امکان نه‌لري.


ترکیې له روسیې د «S-400» مزائیلو د اخیستلو موافقه کړې ده.


د مزائیلو دا سیستم د الوتکو ضد دی.


مولود چاووش‌اوغلو نن د جنوري ۱۰مه، د ترکیې «NTV» ته په مرکه کې وویل چې حکومت‌يې د واشنګټن له لوري د شرایطو تحمیل نه‌شي زغملی.


ترکیه د ناټو غړې ده.


چاووش‌اوغلو همداراز وویل چې د سوریې په شمال کې د کُرد ملېشه ځواکونو پر ضد د عملیاتو پلان نه‌بدلوي او له سوریې د امریکايي ځواکونو په وتلو پورې تړاو نه ورکوي.


د چاووش‌اوغلو دا وینا د واشنګټن او انقرې د اړیکو د خرابوالي بله نښه ده.


امریکا د سوریې په شمال کې د کُرد ملېشه قواوو ملاتړ کوي.


چاووش‌اوغلو په نننۍ مرکه کې ویلي، دا توقع به واقعبینانه نه‌وي چې امریکا هغه وسلې چې په سوریه کې یې د کُردانو وسله‌والو ته ورکړي، بېرته ټولې کړي.


انقره هغو کُردانو ته چې د سوریې په شمال کې د بشارالاسد پر ضد جنګېږي، ترورېستان وايي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса