Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په میانمار کې محکمې د روېټرز د ۲ خبریالانو د استيناف غوښتنه رد کړې

0
په میانمار کې یوې محکمې د روېټرز د خبري اژانس د هغو دوو خبریالانو د استيناف غوښتنه رد کړې چې د امنیتي عملیاتو په اړه پټو اسنادو ته د لاسرسي په تور په اووه کاله بند محکوم شوي دي.


د میانمار د ینګان د سیمه يیزې محکمې قاضي اونګ نیانګ نن رسنیو وویل:


"هغه پرېکړه چې لومړنۍ محکمې کړې، د قانون له مخې ناسمه نه ده، نننۍ محکمې پرېکړه وکړه چې د استيناف دا غوښتنه رد کړي."


۳۲ کلن وا لون او ۲۸ کلن کیاو سیو وو د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډېسمبر په میاشت کې نیول شوي وو او په تېر سپټمبر کې دواړه په هغو تورونو چې ګوندې د دولت رازونه یې رسوا کړي، په اووه کاله بند محکوم شول.


دې دواړو خبریالانو په میانمار کې د روهنګیا مسلمان اقلیت په وړاندې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د ځپونکو عملیاتو په اړه راپورونه چمتو کول چې د میانمار پر حکومت یې د ډیپلوماټانو او د بشري حقونو د فعالانو انتقادونه راپورته کړل.


د میانمار د راخین په ایالت کې د دې هېواد د پوځ او امنیتې ادارو له دې عملیاتو څخه تر ۷۰۰ زرو زیات روهنګیان ګاونډي بنګله دېش ته وتښتېدل او زرګونه ووژل شول.


د روېټرز خبري اژانس مشر اېډېټر سټفین جي اډلر په یو بیان کې ویلي:


"د نن ورځې پرېکړه د وا لون او کیاو سیو وو په حق کې بله بې عدالتي وه، دوی یوازې په یو سبب د زندان د میلو تر شا دي او هغه دا دی چې د دې هېواد واکمن غواړي رښتیا ویوونکي خاموشه کړي." 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса